مون: سوریه د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وایي سوریه د کورنۍ جګړې له رښیتني او حتمي ګواښ سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته نوموړي خبر داری ورکړ چې ښایي د جګړې او بشریت ضد جنایتونه ترسره شوي وي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی کوفي عنان د دغه هېواد پر حکومت د زیات فشار غږ وکړ چې په دې توګه دمشق تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ښاغلي عنان وویل د ده د سولې پلان ناکامونکي به له جدي پایلو سره مخامخ شي.

خو چین او روسیې یو ځل بیا په سوریه کې د رژیم د بدلون لپاره د بهرنۍ لاسوهنې مخالفت وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین وايي په سوریه کې یو شمېر وسله والو ډلو د کوفي نان د سولې د پلان مخه ډب کړې ده:

"ریښتینې خبر داده لکه چې تاسې هم پوهېږﺉ، وسله والو ډلو د کوفي عنان د سولې پلان نه دی پلې کړی.او دوی څرګنده کړې چې په قصدي توګه دا کار نه کوي.چې دا زموږ لپاره یو خطرناک او دروند پرمختګ بلل کیږي".