ناټو د لوګر پر وژنې بخښنه وغوښته

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جان آلن په لوګر ولایت کې د ولسي خلکو د وژنې له امله بښنه غوښتې.

دا لومړی ځل دی چې ناټو ځواکونه دا مني چې په هغه برید کې ملکي کسان وژل شوي دي.

جنرال آلن د لوګر ولایت ته تللی وو، چې خپله غمرازي د قربانیانو له خپلوانو سره شریکه کړي.

د افغان چارواکو په وینا په هغه برید کې اتلس تنه ملکي وګړي وژل شوي وو چې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۶) د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې را منځ ته شوه.