برما د فرقه ييز تاوتريخوالي له امله ګرځبنديز لګولی

برما له يوې اوونۍ فرقه ييز تاوتريخوالي وروسته د هېواد په لويديځ کې پوځي ټولي ځای پر ځای کړي او دغلته يې په ګرځېدو بنديز لګولی دی.

د جمعې په ورځ پنځه تنه په چاقوګانو د وهلو له امله مړه شوي او له ۴۰۰ زياتو کورونو ته اور اچول شوی دی.

د حکومتي رسنيو راپورونه وايي قربانيان بودايان دی چې د برما د لږکيو مسلمانانو په يوه بلوا کې مړه شول.

د دې اوونۍ په سر کې بودايانو لس مسلمانان د يوې بودايي ښځې د ادعا شوې وژنې او پر هغې د تيري له امله وژل شوي وو.