طالبانو د سره صلیب کمېټې کارونه ستایلي

د افغان دولت مخالفو وسله والو په یو بې څاري اقدام کې د نړیوال سره صلیب کمیټې له کارونو ستاینه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د ناټو او افغان دولت په زندانونو کې دې د طالب بندیانو د شکنجې مخه ونیسي.

دوی دغه راز له سره صلیبه غوښتنه کړې چې د هغه بې ګناه افغانانو په خوشي کیدو کې دې مرسته وکړي چې بې له محکمې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په زندانونو کې ساتل کېږي.

تر اوسه د سره صلیب نړیوالې کمیټې د طالبانو د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.