د م.م څارونکي د سوریې 'قبیر' ته ننوتل

د ملګريو ملتونو څارونکي په پای کې توانېدلي چې د سوريې قبير کلي ته ننوځي.

دغه کلی د تېرې چارشنبې په ورځ د ټولوژنې يوې پېښې ليدونکی و، چې ويل کېږي حکومت پلوه ملېشو ترسره کړې ده.

د بي بي سي يو خبريال چې له دغو څارونکيو سره په سفر کې ملګری و، د خپلو سترګو ليدلی حال بوګنوونکی بللی، چې په يو کور کې يې د انسان ماغزه او غونډه شوې وينه ليدلې، په داسې حال کې چې په يوه بل کور کې لا تر دغه وخته د سوځېدلې غوښې بوی خپور و.

خو دی وايي د چې د بدنونو نښې نه ليدل کېدې. د سره صليب وياند شين ګواير د ملکيانو ترمنځ مرژوبلې په اړه اندېښمن دي: