د افریقا لپاره امریکایی استازی موګادیشو ته تللی

د امریکا په بهرنیو چارو وزرات کې د افریقا لپاره مرستیال مشر جاني کارسون د سومالیا پلازمینې موګادیشو ته رسېدلی دی.

دا په تېرو څو کلونو لومړنی لوړ پوړی امریکايي چارواکی دی چې له سومالیا څخه لیدنه کوي.

راپورونه وايي ښاغلی کارسون به په سومالیا کې ددې هېواد له چارواکو او د ملګرو ملتونو له استازو سره وګوري.