د سوریې تاوتریخوالی د بوسنیا کړکېچ ته ورته دی

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي په سوریې تاوتریخوالي په نویمه لسیزه کې د بوسنیا هرزګوینا کړکیچ ته ورته دی.

ښاغلی هېګ وايي سوریه د راپرځېدو او یا هم کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ ده. او هغه نړیواله پوځي مداخله نه شي ردولی.

د سوریې د مخالفینو شورا نوی مشر عبدالباسط سیدا وايي د ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ وخت پای په رسېدو کې دی.

د ښاغلي سیدا په وینا د سوریې حکومت له خوا وروستۍ ټول وژنې او بمبارۍ ددې ددې څرګندونه کوي چې حکومتی ځواکونه په بد حالت کې دي.

ښاغلی سیدا چې کردي فعال دی په ترکیې کې د یوې غونډې پر مهال د سوې د ملي شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

هغه بي سي ته وویل هوډ لري چې د شورا په جوړښت کې بدلون راولي. هڅه به وکړي چې ټولې مخالفې ډلې سره متحدې کړي او یو ګډ دریځ سره غوره کړي.