د اسپانیا بانک ژغورنې لپاره د مرستې ملاتړ ډېر شوی

د اسپانیا د بانکونو د ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه له پراخ ملاتړ سره مخ شوې ده، دا مهال د اسپانیا بانکونه له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اټکل کیږي چې اسپانیا به تر ۱۲۵ میلیاردو ډالرو پورې د مرستې غوښتنه وکړي.

د اسپانیا بانکونه چې د اروپا په بازار کې څلورم ستر اقتصاد بلل کیږي د ملکیتونو د بازار په برخه کې له جدي بحران سره مخ شوي دي.

یو هم د پورونو ستونزه ده چې اخیستونکي یې د بېرته ورکولو توان نه لري.

د اروپايي کمیسیون مشر خوزه مانویل باروسو وايي هغه بدلونونه چې د اسپانیا په بانکي سیستم کې څرګند شوي، له مخې یې دغه هېواد کولای شي چې خپل اقتصادي پرمختګ ته لار ومومي.