د ټایوان شمال ختیځ زلزلې لړزولی

یوې درنې زلزلې د تایوان شمال ختیځې سیمې لړزولي دي، زلزله د ریکتر په کچه ۶،۵ درجې وه چې تر دې دمه یې د زیانونه په اړه راپورونه نه دي ورکول شوي.

د تایوان د هوا پېژندنې اداره وايي دغه زلزله چې دبېلان په ولایت کې رامنځ ته شوې په ټول ټاپو کې احساس شوې ده.

په تایوان کې تل زلزلې کیږي، چې تل کمزورې او زیانونه نه اړوي.

خو په ۱۹۹۹ کال کې د ریکتر په کچه ۷،۵ درجې یوه درنه زلزله شوې وه چې دوه زره اورې سوه تنه پکې ووژل شول.