د کينيا د پوليسو يوه څرخي الوتکه راغورځېدلې

د کینیا له پلازمینې نایروبي بهر د پولیسو یوه څرخي الوتکه راغورځېدلې ده چې پکې سپرې څلور سورلې ټول وژل شوي دي.

ویل کیږي چې د کینیا د کابینې یو لوړ پوړی چارواکی جورج سایتوتي هم په وژل شویو کې دی.

عیني شاهدان وايي کله چې الوتکه په ځمکه راوغورځېده نو د اور په لمبو کې پټه وه. تر اوسه د الوتکې د رالوېدو لامل نه دی په ګوته شوی.