"د جرمونو د محکمې ۴ تنه تر ۴۵ ورځو نه پرېږدو"

په لېبيا کې د ملېشو يوه مشر ويلي د جرمونو د نړېوالې محکمې هغه څلور تنه چې نيول شوي تر ۴۵ ورځو به له دوی سره په توقيف کې وي.

په زنتان کې دغه مشر ويلي دوی به تر هغه ورسره وي چې د دوی د کړنو په اړه پلټنې بشپړېږي.

د نيول شويو پر يوه يې تور دی چې ځينې تر اشتباه لاندې کاغذونه يې د ډګروال قذافي زوی سيف الاسلام ته ورکول.

د جرمونو نړېوالې محکمې د دوی د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

له محکمې سره د لېبيا همغږی کوونکی وايي دی د نيول شويو کسانو د امنيت ضمانت کوي.