م. م له برما د خپلو کارکوونکو وېستل پيل کړي

ملګرو ملتونو د برما له لويديځه چې د بودايانو او مسلمانانو ترمنځ د تاوتريخوالي له امله اغېزمن شوی، د خپلو کارکوونکو وېستل پيل کړي دي.

دوی وايي دغه پرېکړه يې د روخېن په ولايت کې د شخړو له امله کړې چې حکومت په کې په ګرځېدو بنديز لګولی دی.

د تاوتريخوالي په وروستيو پېښو کې تر اوسه ۱۷ تنه وژل شوي دي.

دغه څپې له هغه وروسته را وټوکېدې چې پر مسلمانانو د يوې بودايي ښځې د وژنې او تيري ادعا وشوه.