ډيوېډ کېمرون خپله لور د څه وخت لپاره ورکه کړې وه

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون او ښځې يې خپله اته کلنه لور نانسي د يو څه وخت لپاره ورکه کړې وه.

دوی د صدارت له ماڼۍ بهر له خپلو ماشومانو سره يوه هوټل ته د غرمې ډوډۍ لپاره تللي وو.

له خپلو ساتونکو سره کور ته د تلو پر مهال دوی په دوو موټرو کې وو او هر يوه فکر کاوه چې لور به يې په بل موټر کې وي.

خو کله چې پوه شول ښاغلی کېمرون په ډېرې چټکۍ بېرته هغه ځای ته ورغی چې دوی په کې ډوډۍ خوړلې وه او مشروبات يې څښلي وو.

دی بېرته له خپلې لور نانسي سره کور ته ستون شو.