د زلزلې دوو جټکو د افغانستان شمال ختيځ لړزولی

د زلزلې دوو وړو جټکو د افغانستان شمال ختيځ لړزولی دی. په بغلان کې يوه چارواکي وويل لږ تر لږه ۲۰ کورونه د هندوکش غرونو په يوه لرې پراته کلي کې ويجاړ شوي دي.

ده وويل د غره يوه برخه په يوه دره ورلوېدلې او زيات شمېر کورنۍ لادرکه دي.

د لومړنۍ زلزلې زور د رېختر په کچه پنځه اعشاريه څلور حساب شوی او دویمه زلزله له لومړۍ هغې نيم ساعت وروسته وشوه.

د دغې زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل کې چې له دغه ځايه کابو يو ۱۷۰ کيلومتره سويل ته پروت دی احساس شوي دي.