کياني ويلي د سياچن سيمه دې غير پوځي شي

د هند او پاکستان لوړپوړو چارواکو په کشمير کې د سياچن پر لانجمنې ډېرې سړې سيمې خبرې کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال پروېز اشفاق کياني وروسته له هغه چې دغلته په اپريل مياشت کې يوه برف کوچ ۱۴۰ کسه چې ډېری يې پاکستاني پوځيان وو ووژل، د دغې سيمې د غير پوځي کېدو غوښتنه کړې.

هند په دغه سيمه کې خپل حضور تر خپلې ولکې لاندې کشمير کې د امنيت لپاره ډېر مهم بولي.