مبارک د ساه اخيستو او وينې له فشاره ځورېږي

د مصر د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي پخوانی ولسمشر حسنې مبارک د ساه اخیستلو او ویني له فشاره ځوریږي.

د وزارت ویاند هغه راپورونه رد کړل چې وايي حسنې مبارک په کوما کې دی.

تیره اوونۍ په عمري بند تر محکومیدو وروسته د حسنې مبارک د روغتیا په اړه بیلا بیل راپورونه ورکول شول.

د مبارک کورنۍ ټینګار کوي چې هغه دې د زندان پرځای بیرته پوځي روغتون ته ولیږدول شي.