د نايجريا په زمفارا کې غلو ۲۷ کسه وژلي

په نیجریا کې پولیس وايي په شمالي ولایت زمفارا کې وسله والو غلو پر څو کلیو بریدونه کړي چې له امله یې لږترلږه ۲۷ کسان وژلي شوي دي.

د پولیسو یوه ویاند وویل وسله وال د هغو شکمنو ډلو غړي وو چې غوښتل یې له کلیوالو نه د دوی په هکله د معلوماتو د افشا کولوغچ واخلي.

چارواکي وايي ګومان نه کوي چې په دې بریدونو کې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې لاس وي.

بوکو حرام له ۲۰۰۹ کال راهیسي په نیجریا کې په سلګونه کسان وژلي دي.