عنان د سوريې په حالاتو اندېښنه په ډاګه کړې

په داسي حال کې چې په سوریه کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جګړه په تودیدو ده د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کوفي عنان د دولتي ځواکونو له خوا د درنو وسلو د کارولو او تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه ځرګنده کړې ده.

ښاغلي عنان په ځانګړې توګه د پوځ له خوا په حمص او الحفا کې د بمباریو، ټانکو او الوتکو د کارولو یادونه وکړه.

هغه وویل په دغو سیمو کې ملکي خلک په جګړه کې ایسار پاتي دي.

د ښاغلي عنان ویاند احمد فوځي وايي کوفي عنان غوښتنه کوي چې د ملګي کسانو د وژل کیدو د مخنیوي لپاره باید د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړل شي چې الحفا ته لاړ شي او په دې برخه کې ډیر کار وشي.