یمن وايي ډرون د القاعدې ۹ غړي وژلي

د یمن پوځی چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعدې نهه وسله وال وژل شوي دي.

دغه برید د یمن په جنوب د آذان په ښارګوټي کې شوی دی.

د سیمې یوه اوسیدونکي وویل سهار وختي د درنو چاودنو غږ اورېدل شوی چې ټول ښار یې ولړزاوه.

باور دی وروسته تر هغه چې د زنجیبار او جار ښارونه د مخالفو وسله والو له ولکې ووتل سلګونه وسله وال د آدان په ښارګوټي کې سره راټول شوي دي.