چاودنې او اور ۱۱ هندي کارګران وژلي

د هند په جنوبي ايالت اترا پردیش کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله یوولس تنه کارکوونکي وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

دغو کسانو غوښتل چې د اوسپنې په یوه شرکت کې نوی سیستم جوړ کړي چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

عیني شاهدان وايي چاودنه دومره درنه وه چې بهر په پارک کې ولاړ موټر یې هوا ته اوچت کړل.

د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.