سوچي له ۲۴ کلن ځنډ وروسته اروپا ته تللې

د برما دموکراسۍ پلوې مشره انگ سان سوچي وروسته له ٢٤ کلونو اروپا ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې جينوا ته رسېدلې ده.

اغلې سوچي به نن د کارگرو نړيوال سازمان ته وينا وکړي او تر هغه ورسته به په بيرن کې د سويس د بهرنیو چارو له وزېر سره وګوري.

د دغه يو اوونیز اوږده سفر په ترڅ کې به آغلې سوچې ناروې ته هم لاړه شي او له هغه ځايه به د نوبل خپله جايزه چې په ١٩٩١ کال کې يې گټلې وه رسمآ ترلاسه کړي.

همدا راز فرانسې، ايرلنډ او برتانيا ته هم سفرونه کوي. دا