د بښنې سازمان سوريه په بشري ضد کړنو تورنه کړې

د بښنيې نړيوال سازمان یا امنيستي انټرنشنل د سوريې حکومت په جنګي جرمونو او بشريت ضد په کړنو تورن کړى.

د بښني سازمان وايي پلټونکو يې د سوريې په ٢٣ ښارونو او کليو کې له ٢٠٠ تنو سره د اپريل له نيمايي راهېسې خبرې کړي دي.

دوې د سوریې حکومت د جبر او زور د پاليسيو په کارولو تورن کړى او وايي حکومت په ځينو سيمو کې خلک وژلي يا يې هم ځورولي دي، څاروي يې وژلي، فصلونه او کورونه يې سوځولي دي.

د بښنېي نړيوال سازمان وايي پلټونکو يې په خپلو سترگو ليدلي چې د سوريې د حليب په ښار کې پوځيانو او حکومت پلوه مليشو يې په سوله ييزه لاريون او لارويانو ډزې کړې دي، بي گناه کسان يې ووژل او ټپېان يې کړل.

د بښنې د نړيوال سازمان یوه جګپوړې سلاکاره دوناتېلا رووېرا وايي د سوریې حکومت په ځانګړو سیمو کې عام وکړي ګواښلي دي.