جرمني کې د سلفيانو کورونه پلټل شوي دي

په جرمني کې چارواکو د هېواد په لرو او بر کې د هغو اسلامپالو ډلو پرضد عملیات پیل کړي چې دوی یې خطرناکه افراطيان بولي.

د کورنيو چارو وزیر هانس پیټر فرېدریخ وویل د ملت ابراهیم په نامه د سلفیانو یوې ډلې باندې بندیز لګوي، ځکه د ده په وینا دوی د جرمني د اساسي قانون نظام ته زیان رسوي.

پولیسو پر څه باندې اویاوو کورونو، جوماتونو او ښوونځیو برید وکړ. تېره میاشت هم چارواکو د سلفي ډلو د یو شمېر غړیو په اړه له هغه وروسته پلټنې پیل کړې چې له پولیسو سره په له تاوتریخوالي ډکو نښتو کې ښکېل شول.

دوی د یوې افراطي ښي اړخې ډلې له خوا پارول شوي وو