کندهار او هلمند کې چاودنو مرگ ژوبله پېښه کړې

د افغانستان کندهار کې چارواکي وايي د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې بمي چاودنې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژلی او ١٠تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل په موټر سایکل کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي چاودلي وو.

ښاغلى فیصل وايي د ټپیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي، چې د یوه روغتیايي حالت نازک ښوول شوی.

د کندهار په ګاونډ هلمند کې بیا په دوو جلا پيښو کې پنځه سرتیري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پرون دهلمند په گرشك ولسوالى كې ناټو ځواکونو ته دیوې اكمالاتي کمپنې پر ساتونكو چاودنه کې د کمپنۍ څلور ساتونکي وژل شوي دي.

په موسی کلا کې بیا د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې چې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی دی.

خو وسلوالو طالبانو د ډیرو سرتیرو د وژلو ادعا کړې.