سوريه کې څارونکي د الحفا ښار وضعه بده بولي

په سوریه کې د ملګرو ملتونو څارونکي وايي د الحفا په غرني ښارګوټي کې چې د جګړې دواړو غاړو په کې د عام وژنې اټکل کړی وو، د مړو ډېر بد بوی په هوا کې خپور دی.

څارونکي چې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ د څو ورځو له سختو جګړو وروسته دغه ښارګوټي ته ورننوتل، وايي ښارګوتي تش ښکاري.

ډېری حکومتي تاسیساتو ته اور اچول شوی، دکانونه او شخصي کورنه لوټ او تالان شوي دي.

هغوی وویل په ښارګوټي کې د وژل شويو کسانو شمېر لا څرګند نه دی.