اروزګان کې چاودنې درې پولیس وژلي

د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وايي، تېره ورځ (جمعه، جون ۱۵) ددغه ولایت په ترینګوټ کاو چنارتو ولسوالیو کې د پولیسو پر ګاډو چاودنو لږترلږه درې پولیس وژلي دي.

د همت په خبره، په دغه چاودنه کې يو پولیس ټي شوی هم دی.

بل خوا، وسله وال طالبان ادعا کوي چې په چنارتو کې يې د پوليسو د يوې پوستې قومندان نقيب الله له خپلو اتو تنو ساتونکو سره يو ځاى په بمي چاودنه کې وژلی دی.

چنارتو د اروزګان ولايت هغه ولسوالي ده چې له څو کلونو وروسته يې لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانیستل شوه او چارواکي وايي چې ددې لارې له خلاصون سره سم په دې ولسوالۍ کې يو لړ بدلونونه هم راغلي دي.