امریکا د کډوالو قانون کې بدلون راولي

ټاکل شوې امريکا د هغو ناقانونه کډوالو چې دغه هېواد ته د ماشومانو په توګه تللي، د شړلو بهير يې ودروي.

خو دا به په دې شرط وي چې دوی به له ۳۰ کلونو کم عمر ولري، په ښوونځيو کې وي او کوم جرم نه وي محکوم شوي.

ولسمشر اوباما وويل دا کومه معنا لري چې تکړه ځوانان وشړل شي، چې په بشپړ ډول امريکايان دي.

ده ټينګار وکړ ګنې دغه ګام نه بښنه ده، نه خونديتوب او نه هم د هېوادوالۍ پر لور يوه لار، خو يو لنډمهالی تدبير او سم کار دی.