اخوان المسلمین د پارلمان ړنګول نه مني

د مصر تر ټولو لوى سياسي غورځنگ ''اخوان المسلمين'' د واکمنې پوځي شورا له لوري د د غه هېواد د پارلمان د ړنگولو پرېکړه ناقانونه چاره بللې او غندلې يې ده.

''اخوان المسلمين'' په خپل غبرگون کې وويل نوموړې شورا د مصر د اساسي قانون له مخې د دغه راز پرېکړې هېڅ حق نه لري.

د مصر سترې محکمې تېره پنجشنبه حکم وکړ چې وروستۍ پارلماني ټاکنې نا مشروع وې او بايد له سره تر سره شي.

په همدې ترڅ کې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو دويمه او وروستۍ ورځ نن (یکشنبه/ جون ۱۷) پيلېږي.

.