یونان پارلماني ټاکنې کوي

د یونان خلکو د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچونه پیل کړه، چې ښایي په یورو کاروونکو هېوادونو کې د واحدې سیکې لپاره د دغه هېوادو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.

د جرمنې لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل له یونانیانو دداسې حکومت جوړولو غوښتنه وکړه چې د نړیوالو پورونو لپاره د یوې برخې په توګه د سپما منل اقدامات پلي کړي.

په اتن کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه ټاکنې د یورو کاروونکو هېوادونو د ژغورنې لپاره لوی پيغام درلودی شي، ځکه ښایي له یوور زون د یونان وتنه پرله پسې غبرګوونونه له ځان سره ولري.