کرزی د سعودي ولیعهد جنازې لپاره مکې ته تللی

افغان ولسمشر حامد کرزی د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده نایف بن عبدالعزیز السعود د جنازې په مراسیمو کې دبرخې اخیستو لپاره د عربستان مکې ښار ته رسیدلی دی.

ولیعهد نایف تېره ورځ (شنبه، جون ۱۶) له هېواده بهر د ٧٨ کلونو په عمر ومړ.

شهزاده نايف چې مرستيال لومړی وزير او د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير هم پاتې شوی تېره مياشت بهر ته په يوه سفر د درملنې لپاره تللی و.

شهزاده نايف بن عبدالعزيز السعود د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په مياشت کې د سلطان بن عبدالعزیز تر مړيني وروسته وليعهد وټاکل شو.