کندهار کې چاودنو درې کسان وژلي

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار په درو جلا پېښو کې دیوه پولیس په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

لومړۍ چاودنه تېره ورځ د کندهار د اتمې حوزې د میرزا احمد خان کلا چې په سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې ناپېژاندو وسله والو د پولیسو د یوې پوستې قومندان تر برید لاندې راوست.

په دې پېښه کې د پولیسو دغه افسر وژل شوی او برید کوونکی هم په تېښته بریالی شوی.

د یوه بل خبر له مخې، تېره ورځ د پنجوایي ولسوالۍ په سپید روان سیمه کې د یوې پرمختیایي پروژې کارکوونکي د سړک غاړې پر یوه ښخ کړل شوي ماین برابر سوي او سخت ټپي سوي دي.

بل خوا ددې ولسوالۍ په موشانو سیمه کې دابراهیم اغا په نوم یو وسله وال طالب چې غوښتل یې د سړک پر سر ماین ښخ کړي، خپل ماین پرې چاودلی او سخت ټپي شوی.

دغه کس د وسله والو طالبانو په منځ کې د زرقاوي د ډلې دیوه طالب قومندان عبدالله ملګری و چې تر دې وړاندې دافغانستان په شمال کې د بګرام په زندان کې بندي و او بېرته را خوشی شوی و.