اولمپیک کمېټه د "تور بازار د ټکټونو" په اړه پلټنه کوي

د اولمپیک نړیواله کمېټه د هغو ادعاو په اړه پلټنه کوي، چې د المپيک ځیني استازي د لندن لوبو لپاره په تور بازار کې د زرګونو ټکټونو پلورلو ته راضي وو.

دغه کمېټه وايي، د برتانیا د سنډې ټایمز ورځپاڼې دغه تورونه په کلکه څاري.

ورځپاڼې ویلي و، چې له ۵۰ د ډیر هېوادونو استازو هغو خبریالانو ته ټکټونه ورکړي، چې ټاکل شوې د منځني ختیځ لپاره کار وکړي.

ځینې وخت د مهمو پېښو لپاره ټکټونه له خپل اصلي بیې سل چنده لوړ وي.