یمن کې ځانمرګي برید جنرال وواژه

یمني چارواکو ویلي چې ددغه هېواد د سوېلي سیمو قومندان جنرال سالم علي قطان په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

په برید کې څلور کسان نور ټپیان شوي دي.

جنرال سالم خپل کور ته څېرمه په منصوره سیمه کې وژل شوی.

منصوره د عدن ښار یوه سیمه ده.