یهودي کډوالو رام الله کې جومات سوځولی

شکمنو یهودي کډوالو په رام الله کې د فلسطینیانو یوه جومات ته اور اچولی دی.

د اور اچونې په برید کې د جومات غالۍ سوځېدلي او دیوالونه یې تور کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه پېښه غندلې او هغه غیرمسوؤلانه او د نه زغم عمل بللی دی.

جوبا کلي مشر عبدالکریم شرف د پېښې په اړه وايي:

''د شپې یوه بجه مې د کلیوالو د چیغو غږونه واورېدل، جومات ته اور اچول شوی وو، ټولو کلیوالو چې شمېر شاوخوا درې سوو تنو ته رسېده هڅه یې کوله چې اور مړ کړي. وروسته تر هغه مو پر دیوالونو شعارونه ولیدل چې لیکل شوي وو، توکمپالنه.

موږ حیران نه شولو ځکه دا د یهودانو عادت دی چې د خدای کور ته اور واچوي. او بیا خپله نښه پرې لګوي.''