د فرانسې یوه بانک کې څو کسان یرغمل شوي

فرانسوي پوليس وايي يو کس چې ادعا کوي د القاعدې شبکې جنګيالی دی د سويلي ښار تولوز په يوه بانک کې يو شمېر کسان يرغمل کړي دي.

پوليس وايي دغه سړي د ټوپک ډزې کړي او د پوليسو د هغه ټولي له مشرانو سره يې د خبرو غوښتنه کړې چې د القاعده د وژل شوي وسله وال محمد المراح په وژنه کې يې لاس درلود.

محمد المراح په مارچ مياشت کې له څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو.