سوریې ته چورلکې لېږدوونکې بېړۍ بېرته ګرځېدلې

برتانيا وايي هغه روسي بېړۍ، چې د ادعا له مخې يې سوريې ته گوازريزې چورلکې لېږدولې، بېرته گرځېدلې ده.

برتانيا کې ميشتې د بېمې کمپنۍ وروسته له هغه د بيړۍ بيمه ختمه کړه چې برتانوي چارواکو ورته وويل، کېداى شي دوى د اروپايي اتحاديې له لوري سوريې ته د وسلو پر لگولو بنديز مات کړي.

باور کېږي چې بېړۍ بېرته روسيې ته گرځېدلې وي.

په همدې حال کې برتانيا وايي دوى سوريې ته د روسي بېړيو د استولو پرضد کوم گام نه اوچتوي ځکه مسکو وايي بېړۍ يې استولې چې د اړتيا پرمهال روسي وگړي ولېږدوي.