د ډوبې شوې بېړۍ ۹۰ سپرلۍ لا ورکې دي

د هغې بېړۍ ۹۰ تنه سپرلۍ چې د اسټراليا او اندونيزيا ترمنځ په اوبو کې ډوبه شوې لا هم لادرکه دي.

ويل کېږي په دغه وړه بېړۍ کې ۲۰۰ کسان سپاره وو، چې ډیری اسيايي پناه غوښتونکي دي.

کښتيو او الوتکو له سلو زيات کسان او يو ۱۳ کلن ماشوم ژغورلي او د ژوندي پاتې کسانو لټه روانه ده.

د اسټراليا لومړۍ وزيرې جوليا ګېلارد دا يوه تراجدي پېښه بللې ويلي دي چې په دغه پېښه کې ښايي زيات کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.