د غور څلور ورځنيو سيلاوونو شاوخوا ۱۵ کسه وژلي

د افغانستان په غور ولايت کې راوتلو سيلاوونو د چارواکو په خبره لږ تر لږه پنځلس کسه وژلي دي.

د غور والي عبدالله هېواد وايي د تېرو څلورو ورځو سيلاوونو په مرکز چغچران او د شهرک، دولتيار او دولينه په ولسوالۍ کې مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

خپلواکو سرچينو تراوسه دغه راپورونه، نه دي تاييد کړي.

سږنيو سيلاوونو د افغانستان د شمال په ګډون په يو شمېر برخو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.