د هند ٪۳ وګړي ځانوژنه کوي

نوې شمېرې ښيي هند د نړۍ د هغو هېوادو په کتار کې دی چې د ځانوژنې د پېښو ګراف په کې اوچت دی.

د طبي ژورنال لنسېټ له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ټولو مرګونو درې سلنه، د ځانوژنې پېښې دي.

د ځانوژنې ډېری پېښې له ۱۵ تر ۲۹ کلنو هغو ځوانانو په مېنځ کې ثبت شوي چې ښې زده کړې يې کړي دي.

راپور وايي بې وزلي د دې مهم لامل نه دی.

په يوه جلا پېښه کې هندي چارواکي وايي چې پنځه تنه په ممبي کې د اور لګېدو په يوه پېښه کې وژل شوي دي.