"پاکستان کې امريکايي دپلوماتانو ته خنډونه جوړېږي"

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د پاکستاني مقاماتو له لوري د امريکايي دپلوماتانو اذيت کول په ډراماتيکه توګه زيات شوي او داسې يوه پړاو ته رسېدلي چې د دوی د کارونو د خرابېدو لامل ګرځي.

راپور وايي د پاکستانيانو مداخله چې دوی يې قصدي، له ضده او منظمه بولي د تشنج نوي پړاو ته رسېدلې ده.

ويل کېږي پاکستاني چارواکو د امريکايانو لپاره د وېزو ترلاسه کول ځنډولي، د مرستو، د بيارغونې د پروژو، د کارکوونکو او قرارداديانو د څارنې د بهير پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د امريکايي دپلوماتانو پر وړاندې دا وړ چلند له هغه وروسته کېږي چې د امريکا ځانګړو ځواکونو په پاکستان کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن پر کور بريد وکړ او له افغانستان سره پر پوله يې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.

راپور وايي پر دغه ستونزه به لوړپوړي امريکايي او پاکستاني چارواکي سره خبرې وکړي.