د کابل د قرغې په بريد کې ۱۵ کسه وژل شوي

د پلازمېنې کابل په يوه تفريحي ځای قرغه کې له ۱۲ ساعته جګړې وروسته افغان ځواکونه وايي په وسلو سنبال څلور بريدګر يې وژلي دي.

وسله والو تېره شپه ناوخته د قرغې بند په سپوږمۍ هوټل ډله ييز بريد وکړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي په برید کې پنځلس کسه وژل شوي يو يې پوليس او پاتې يې ملکيان دي.

په دغه هوټل کې وسله والو يو شمېر کسان يرغمل کړي وو چې چارواکي وايي ډيری يې خوشې شوي او ځينو يې د هوټل له کړکيو ځانونه غورځولي دي.