جلال اباد کې چاودنې دوه ولسي وګړي وژلي

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه شوې چې له کبله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي درې نور ټپیان دي.

د دوو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چاودنه درمسال څلور لارې ته څېرمه د فلمونو خرڅولو یوه دوکان کې شوې ده.

تراوسه چا ددغې پېښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په جلال اباد کې ځینې وخت د کیسټو دوکانونه په نښه کېږي.