اخوانیانو تحریر میدان کې خپل لاریون جاري ساتلی

په مصر کې دا خوان المسلمین د ګوند پلویان وايي، د پوځي شورا له خبرداریو سره سره، به په تحریر ډګر کې پاتې شي.

د مصر سترې پوځي شورا خبرداری ورکړی و، چې د ورځني ژوند دګډوډولو لپاره به چا ته اجازه ورنه کړي.

لاریونیان، چې پرون د جمعې له لمانځه وروسته د تحریر ډ‌ګر ته راوتلي، دتیرې اوونۍ د ولسمشر ټاکنو د ځنډول شوو پایلو د اعلان غوښتنه کوي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، د اخوانیانو کاندی محمد مورسي ټاکنې ګټلي خو د هغه سیال احمد شفیق یې نه مني. مظاهرچیان وايي، دوی د پوځي شورا له کړنو راضي نه دي.

پوځ باید سیاسي رول پریږدي او بیرته خپلې بنسټیزې دندې چې د هیواد ساتنه ده، وګرځي.

دوی باید د هیواد ورانۍ ته نور دوام ورنه کړي او هیواد خلکو چارې خرابې نه کړي ځکه مصریان دغه ډول کړنې نه مني.