هند له پاکستان سره د اړیکو پراختیا غواړي

د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګهـ د خپل نوي پاکستاني سیال د ټاکلو هرکلی کړی او ډاډ یې ښوولي، چې دغه داواړه ګاونډي هېوادونه به د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.

راجه پروزیر اشرف پرون د جمعې پر ورځ د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

د هغه له ټاکل کېدو درې ورځې وړاندې پخوانی لومړی وزیر یوسف رضاګیلاني سترې محکمې له واکه ګوښه کړی و.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړیکې د پولې پر سر شخړو او په پاکستان کې د هندوستان پرخلاف د تندلارو فعالیتونو اغېزمنې کړي دي.