سوري پوځ ۲۸ ولسي وګړي وژلي

د سوریې پوځ په ختيځ دیرالزور ښار کې بمبار کړیو چې لږترلږه ۲۸ ولسي وګړي یې وژلي دي.

سوري فعالین وايي، دا بریدونه د یکشنبې په ورځ شوي.

د دیرالزور ښار یوې طبي سرچینې ویلي، په وژل شوو کې درې ښځې او ګڼ ماشومان هم شته.

دوی وايي چې پوځيانو د زاړه هوايي ډګرد ولسوالۍ پرکورونو بمبار کړی دی.