د ایساف چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په سوېل کې یې یوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

ایساف وايي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د ایساف خبرپاڼه وايي، داسې کوم څرګند دلیل نه شته چې ګني دا الوتکه دې د دښمن فعالیت کښېناستو ته اړ کړې وي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د الوتکې ټوله عمله روغه رمټه ده.