چین یو ځل بیا د فضایي اډې د جوړېدو هوډ وښود

چین وروسته له هغه چې د لومړي ځل لپاره یې په بریالیتوب سره خپلې کلنۍ فضایې آزموینې تر سره کړې، یو ځل بیا کره کړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د فضایي اډې د جوړېدو هوډ لري.

هغه لړۍ چې په کي شینژو ۹ سفینه د ځمکې پر مدار له فضایي موډل سټیشن سره یوځای شوه، خلکو پر تلوېزیونونو ولیده.

چین غواړي تر امریکا او روسیې وروسته خپله فضایي اډه ولري .