شمالي او جنوبي سوډان د پولي پر سر خبرې روانې دي

د ايتيوپيا په پلازمینه اديس ابابا کې د سوډان او جنوبي سوډان د پولي د لانجو د ختمولو پر سر خبرې دوام لري.

دغو لانجو په وروستیو میاشتو کې جګړې راپورته کړي دي.

څارنوکي وایي د دغو خبرو اترو اصلي موضوع دا ده چې څنګه او چېرې یو داسې حد وټاکي چې دواړه هېوادونه سره بېل کړي او یوه نا پوځي سرحدي سیمه رامنځ ته کړي.

په همدې حال کې منځګړو، دواړو هېوادونو ته بیا ډاډ ورکړی چې دا ټاکنه به موقتي وي، خو په دې معامله کې ځینې شکونه هم لیدل کیږي.

سوډان او جنوبي سوډان دواړه دا وېره لري چې دغه د بېلوالي کرښې به دایمي بڼه غوره کړي.