ولادیمیر پوتین اسراییلو ته ځي

روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين مارچ کې د ولسمشر په توگه له ټاکل کېدو وروسته منځني ختيځ ته خپل لومړنى سفر د اسراييلو له کتنې پيلوي.

ښاغلى پوتين به د اسراييلو له لومړي وزير بنیامین نتنياهو سره وگوري او اټکل دی چې د سوريې پر لانجې او د ايران د اټومي پروگرام په اړه د اسراييلو پر اندېښنو خبرې وکړي.

روسی ولسمشر به سبا ته په بيت اللحم کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره خبرې وکړي او بیا به د اردن له پاچا عبدالله سره به هم وگوري.