زرداري محکمو کې د ګیلاني د کړنو په اړه فرمان صادر کړ

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري يو فرمان صادرکړى چې پر بنسټ يې محکمو کې د هغو کړنو د ننگولو مخه ونيول شي، چې تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان پخواني لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ترسره کړي دي.

د پاکستان سترې محکمې تېره اوونۍ ښاغلى گيلانى اړ کړ چې له څوکۍ ليرې شي.

په تېر اپريل کې ښاغلى گيلاني له دې کبله محکمې ته پر سپکاوي تورن شو چې د ولسمشر زرداري پرضد د فساد د دوسيو له پرانيستو يې ډډه وکړه.

د پاکستان د خلکو گوند چې د حکومتي ايتلاف مشري کوي، له اوږدې مودې راهيسې د هېواد له عدلي سيستم سره په لانجه کېوتى دى.